(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

يو څوک مې تصور نه ستا خيالونه ړنګوي زموږ د ګودرونو چينارونه ړنګوي چې کله په خوبونو کې هم ستا کلي ته درشم غمونه دې اشنا راله خوبونه ړنګوي په ټپو، ټپو سترګو ما قدم پسې نيولى غمازه شوه سيلۍ د يار منډونه ړنګوي په خوب کې راته راغله وايي خوله رانه وانخلې ستا شونډې پاړ نيولي مې خالونه ړنګوي چې ليک دې کله کله زه په لاسو کې راواخلم سيلاب زما د اوښکو ستا ليکونه ړنګوي.

Ibadullah Sailab -
بېرته شاته