(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د زلفو څانګې دې ګلان پېژني د شونډو څوکې دې پېزوان پېژني د زړه کوڅې ته مې په منډه راشي زما د زړه دنيا جانان پېژني اندېښنې سُر کړي د غمونو شپېلۍ ځکه نغمې يې ټول جهان پېژني د غم رباب د غم نغمه غږېږي د درخو سترګې ادم خان پېژني چې نوم دې واخلم د غزل په پاڼه هر يو غزل مې عاشقان پېژني عصمت ملنګ چې دې په شونډو شونډې چې کله کېږدي ستا ايمان پېژني

Ismatullah Malang -
بېرته شاته