(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
غزل
خوړلي مې په زړه پاخه داغونه دي ليدلي چې مې ستا د مخ خالونه دي تا چې په کوم وخت راته کتلي دي جوړ مې په زړه ځکه پرهرونه دي ياره دغه زما د زړګي وينې دي سره چې دې پرې نن دواړه لاسونه دي ما سره لا نور غمونه څه کوي ستا د غمه جوړ راته غمونه دي زړه د حميد ډک له ارمانونو دي ورک ځکه د سترګو يې خوبونه دي.
Hamidullah Hamid -
بېرته شاته |