(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

غمونو کې رالوى شوم کړاونو کې رالوى شوم جانانه ستا د مينې په يادونو کې رالوى شوم يم ځکه لېونى لوګى مې خېژي له ګوګله پردي وطن مېرو او په کمپونو کې رالوى شوم منزل ته به رسېږي کله اى د بوډۍ ټاله! دا ستا د رسېدو په ارمانونو کې رالوى شوم دخاورو سره خاورې شو ښاېسته ښکلي ځوانان وو د کونډو، يتيمانو فريادونو کې رالوى شوم دې خپلو عملونو خو کچکول کړه راتر غاړې کله يو او کله بل ته په سوالونو کې رالوى شوم ادب کلتور،فرهنګ مو په ټوپک باندې بدل کړ تورتم توره تياره او په جنګونو کې رالوى شوم د چا سره هېڅ احساس د جوړېدو نه و کوچوانه د وران وطن په ورانو محفلونو کې رالوى شوم

Gulrang Kochwaan -
بېرته شاته