(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د محبت په تاتره كې اوسو مونږه مدام په خطره كې اوسو لكه د خپلو غرونو ورژېدو په زلزليزه جزيره كې اوسو پلا خو د ځان په خوږو نه پوهېږو لا د بارودو په نشه كې اوسو لا خو نه كور شته، نه كنډر، نه كلى لا خو په ورانه اديره كې اوسو د خاموشۍ په سمندر لاهو يو د زورورو په محله كې اوسو دا مونږه څنګه په ځان نه پوهېږو دا مونږ په كومه زمانه كې اوسو مونږ به ترڅو داسې ټكرې وهو مونږ به تر كومې په تياره كې اوسو.

Arwahaad Dr. Sahib Shah Sabir -
بېرته شاته