(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.05.2023غزلې

[07.May.2023 - 12:56]

ایمان حسین کاینات

 

څه  ښکلی   دروغ   وایی  ریښتیا  لګی

ستا   تراخه   تراخه خواږه    په   ما  لګی

 

ستا د    سادګﺉ   چالاک      چالاک    ۔هنر

سترګو کښی دی اوښکی هم   خندا لګی

 

ستا وعدی  د شپی   په ګلو   پرخه      وی

هیڅ نه   وی چی   نمر   لګی     رنړا لګی

 

اوس د کلی     خلق هم     د ښار       پشان

اوس د هر چا   زړونو کښی     هوا     لګی

 

دا   زما    خاموشه     ملنګی     د    عشق

مانه  ښیری  نه  لګی        دعا         لګی

 

غشی     غشی    سترګی    دی     راواړوه

ولی        ګزارونه      دی     خطا     لګی

 

یو     خبره   شل    قسمه    خوری   په  جار

بس    خو    د    ایمان   درسره   دا    لګی

 

……………….

 

ایمان حسین کاٸنات

 

مينه اخلم  ستا   د جنګه

اور نه  خوند اخلم پتنګه

 

چې په يو غږ  دې رانشم

هله     ووايه    بې   ننګه

 

د   سحر  ښکلی احساسه

لکه  شپې  نشې  بد رنګه

 

دچا ياد پکښې  زوړ نکړې

زما    غاړه   کښې   لونګه

 

د  ايمان په  باچاهۍ کښې

زه  د   مينې    يو   ملنګه

...........

 

 

ایمان حسین کاٸنات

 

يو   تصوير دې   او بلها ډېرې معنې دی

لکه يو   رنګ لکه   ستا ډېرې معنې دی

 

دا   خالونه   دی که دا  تورې نکتې دی

د  ښايست د  دې ښکلا ډېرې معنې دی

 

کله    وخاندی  او   کله   په   ژړا   شی

د   خندا   او  د  ژړا   ډېرې   معنې  دی

 

په    سحر   د   راتلو   واې ماښام پاتې

د   وعدو د   دې   سبا   ډېرې معنې دی

 

چې   دا طنز   دې که د   مينې انتها ده

ستا د شونډو   د مسکا ډېرې  معنې دی

 

د   نصيب په   کتاب پوې نشوم تراوسه

د    ښېرو   او  د  دعا   ډېرې  معنې دی

 

ما د شپې  د ماتو  ستورو  شمېره  کوله

د  دې  ماتې ماتې ساه  ډېرې  معنې دی

 

د وختونو په  تياروکښې هسې پړق شی

د    ايمان   د  دې   رڼا  ډېرې  معنې  دی

 

.,,,..

 

خواران په لونړو خفه کیږی

هر شان په لونړو خفه کیږی

قربان په   لونړو خفه کیږی 

پلاران په   لونړو خفه کیږی

                        بی وسه لونړه یی دعا کښې یادوینه

ایمان حسین کاٸنات

-
بېرته شاته