(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.06.2023 زړښت

[09.Jun.2023 - 15:33]

 

سپین مخؤنه تور کودی سي په پیرۍ کښي 

سم قامت وي کوږ لرګی سي په پیرۍ کښي

 

لکه شمع د سحر آفتاب د ژمي 

هم بې تاب او هم ژړی سي په پیرۍ کښي

 

یو طرف ته یې سر رېږدي بل خوا درؤمي 

خپل صؤرت تمام پردی سي په پېرۍ کښي

 

دا ځواني دۀ چي څۀ اورې یا څۀ وینې 

نۀ لیدی نۀ اورېدی سي په پېرۍ کښي

 

اې رحمانه پیري هسي عاجزي دۀ                        

که روستم وي زړۀ پرې سوی سي په پیرۍ کښي

 Zarrakht (Peraie)

Rahman Baba

-
بېرته شاته