(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.08.2023مسجد که بتخانه

[05.Aug.2023 - 11:29]

زه په دې په هغې نه یم، چې مسجد که بتخانه ده

چې جانان پکې اوسیږي، هم هغه زما کعبه ده

 

د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي بند کړئ

لوي مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده

 

چې په اور راته مخ تور کړي، بیا مې ټيټې سترګې بیایي

زه به هغه جنت څه کړم، چې دوزخ یې دروازه ده

 

شیخ چې دېرش روژې پوره کړې،نو په ږیره یې لاس راښکو

دې ته نه ګوري د وږیو چم کې، هره ورځ روژه ده

 

ستا د حورو له دنيا نه، ديخوا نوره دنيا هم شته

ما زرين ته يوه پېغله داسې ناسته په اسره ده

زرېن پرېشان

ـــــــــــــــــــــــــ

 

 

چې  کافر   کره  پيدا  شي   نو  کافر   وي 

مسلمان څه  شي  غریب چې   ناخبر  وي؟ 

 

مونږ   په  کوم   دلیل   يې  بیایو جهنم  ته؟

هر   مذهب   د   روایاتو   په    اثر   وي

 

هر  ماشوم   فطرت   سلیم   سره   زیږیږي 

 دین سادین يې بیا د مور او پلار په سر وي

(زرين پريشان)

 

-
بېرته شاته