(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.08.2023دار په سر اذان

[05.Aug.2023 - 11:41]

 

رب دې ساته مور دې نۀ شي پۀ تا بوره

پاس د دار پۀ سر آذان وکړه منصوره

 

راته ووایه د مینې آیتونه

پۀ لمانځه کې چې شي مینه را حضوره

 

د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي

د وطن د سردرو ګله رنځوره 

 

د وطن پېغله پۀ خپل وطن کې خانه

پۀ پردي وطن کې خانه شي مزدوره

 

خدایه مست په خدایي مینه کړه دا خلک

چې پۀ تا باندې مین شي، نۀ حوره

 

پر ملنګ وطن مې مۀ بلوسه غلیمه

لۀ کوپړۍ به دې کچکول جوړ شي مغروره 

 

بلبلي مرۍ لۀ تار د موچي بند شه

نۀ دې بیا د خدای شهکار غوڅ شي پۀ توره

 

دا جنت وطن لۀ جنګه پۀ امان کړې

چې پۀ تن یې ده جامه د خدای لۀ نوره 

 

د باردو سوداګر تالا ترغه کړې

دنیا خلاصه کړې لۀ دې بده تربوره

 

افغانان مو غلامان د هیچا مۀ کړې

دا وزر وا نۀخلې ربه! لۀ باتوره 

 

د افغان وطن د سولې سرود راوړه

د شپېلۍ نغمې راځه لۀ کوه طوره

 

د افغان ساده شپونکي، محبوبه ربه

کړې وطن لره دعا کۀ یې منظوره

 

دا زرغون غشي ښامار جګړې ولي

زخمي غاښ یې پاتې مۀ شه لۀ انبوره

 

د ژوند د امن به تر تاسو هم شیرین شي

د هرات او کندهار خواږه انګوره

 

د جانان جانان وطن کوي خبرې

د کاروان شاعري خدای کړه مشهوره

ــ

پیر محمد کاروان

-
بېرته شاته