(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.09.2023 د یوسف ع

[21.Sep.2023 - 20:13]

داستان داستان د کړکېښ/ پېښلیک ( تاريخ) له پلوه د  رښتېنو پېښو او يا  هم د تخيل راسپړل دي او ډېر ډولونه لري.

__________

دیوسف ع منظوم داستان

اسـمـانـــي  کــتــاب  کــې مـــالــوســتــی بــیــان

چــې تــعــبــېـر شــتــه د خــــوبــــونــو دانســان

د  خـــوبــونــو  یــــوه کــیــســه درتـــــه کــوومــه

پــېــــښـه شــوې ده پـــــه مــلـک کـې د کـنعــان

د  یــعـــقــوب  عـلـیـه الـسلام  دولس  ځـــامـــن  و

خــو پــــه ټــــــولـــو کــې یـــوســف و ورتـــــه ګــــران

 

لا یــــوسـف  عـلـیـه الــســلام کـوچــنـی مـــاشــوم و

چـــې یــــــو خــوب ئـــــې ولـــــېــدلــــو پــــه دا شـان

لـمـر،  سـپـوږمـۍ،  یــوولـس سـتـوری شـي  راټـیـــټ

پــه ســــجـده شـي ده تـــــــه  واړه هـــــمـــزمـــــان

چـې  یــوســف عــلـیه الــسلام پـلار  تـــه خـوب  ووي

پــلار  ئــې ډېـــر شولــو پــــه غــــم کې سـرګـــــردان

ویـــلـــی ځـــویـــه دا خــــوب ونــــــه وايـې چــاتــــــه

هــســـې نـــــه چـې کــــړي د ګـور دې بـــنــدېــــوان

لمر, سـپـوږمـۍ دی  پـلار او مـور، سـتوري دې  ورونه

پـــه تـــعــــظـــیـم بــــه دې پــابــــنـــد وی هـــر زمان

 

چــــې نـــور ورونــه ئـې د خـــوبـه نــه خــبــر شـــــو

د وژلــــو د یــــــوسـف ئـــــې جــــــــوړ کـــــړو پـلان

راغلل  پـلار ته ئې ویـل  یــوسف مونـږ ســره پـریــږده

چې سـبــا تـــــه مـــونــږه ښـــــکـــار تــــه یـــــو روان

پــس لـه ډېـري زارۍ پـــــلار ورســــره پـــــرېــښـــود

ښـکــار  تـه ووتـــل ټــول ورونــــه ئــــې ښـکــاریــان

هــغــوۍ دې  ژور کـــــوهـــــی تـــه ورګـــوزار کــــــړ

خــــــو یـوســف د کــــوهــی ډډ تــه بــــچ کـــړ ځــان

پـــــلار تــــــه ورکــــړلـــــو دوۍ دارنـــګــــه خــــبــــر

چــــې لــــــېــوه وخــــــوړ یـوسـف ، راغـلــه لـــــېــوان

 

چـې یــوســف کـوهـی کـې دری ورځـې کـړي تــېـری

خــــــدای پـــــــــــه دغــــه لاره راوســــــــتـه کــــاروان

چـې کــوهـی تـــه ئـې بــــوکـــه خــپــلـه ګــوزار کــړه

د اوبــــو پــــــه ځـای راوخـــتـــه یــــــــــو ځـــــــــوان

ځــوان ئــې مــصــر تــه بــوتـللـو لـــــه کـــنــعــــانــــه

هـلــــتـه بــــل لــه ســــره پــېــل شـــولــــــو داسـتـــان

اسـمـــانــي کــتــاب کــــې مـالــــوســــتـــې بـــیــــان

چـې تــعـــــبــېــر شــتــه د خــــوبـــونـــــو د انــســان

 

د کـاروان خـاونــد یــــوســف پــه عـــزیـــز خــرڅ کــړ

ډېـــــر مــــالـدار و، خـــــوئـې نــه لـــرل بــــچــــیــان

عــزیــز وویــــل زلــــیــخـــا تــه، ای مـــــېــــرمــــنــې

د یــوســف سره چــــــلـــــنــــد کــــړه مـــــهــربـــــان

زلــیـــخـا شــــوه پــــــه یــــوســــف بـانــدې مـــیــنــه

د عـشــق اور کـــــې شــــوه ســتــې پـــتــې ســوزان

لاس ئـــې واچــوو یـــوسف تـــه، شـوه بـــې صــبـــره

د یــوســـــف کـــمــیــس تـــــه ورســــــېــده زیـــــــان

 چــې عـزیـــز ددغــه پـــېښـنــې نــــه خـــــبـر شــــو

پــه  یــوســف بــــانــدې ډیــر زیـات شـــو بــدګــمــان

 

یــو  خـپـلــوان مـاشــوم د دوۍ غــږ کــړ زانـګــو  نـه

پــړ یــــوسـف دې ، کـه ئـــې څــــېـری وي ګـــریــوان

کـــه ګریــوان ئـې څـېـری نـــه وي نــــو پـــړ نــــه دې

خـو ســـــره ددې یـــــوســـف شـــــــو بــنـــدېــــــوان

پـه دي وخــت کــې د بــاچـا ســاقـــي، نـــانـوايـــــې

پــه الــزام د زهــــــر و شــولـــــو زانـــــــدانــــــیــــان

پـه دوی تـــــــور و چــــــــــې ئـــې کــــــړي اراده وه

چــــې پــه زهــــرو بـاچــــا ورک کــړې لــــه جـــهــان

 

نـانـــــوايــې او سـاقـــــي ولــــېـــــدل خـــــوبـــونـــه

چـــې یــــــوســف ئــې تــعــبــــېــر وکـړلـــو روښـــان

نــــــانــــــوايـــــې پـــــه ســـــر ټـوکـــرۍ وه د ډوډۍ

خــــــو ډوډۍ تــــــرې نــــه تـــالا کـانــدې مـــــرغــان

سـاقــي بېرته شاته