(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.09.2023پروفیسر اسیر منګل ته

[23.Sep.2023 - 14:50]

پروفسراسير منګل ته پیزوېنې 

                               ډاکټراباسين يوسفزے

 

رڼا رڼا سړے دے په رڼا باندې ميئن دے

پښتو باندې ميئن په پښتونخوا باندې ميئن دے

دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

 

اسير چې د لکهونو پښتنو بچو استاد دے

اسير چې دپښتون وطن په هره سيمه ياد دے

اسير چې مينه مينه ده دښمن د هر فساد دے

په تورو تورو شپو د سبا ستورے د وطن دے

دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

 

ماهر دے د ادب د هر اړخ د هرې څانګې

تحقيق دے افسانه که شاعري ئې وړانګې

 وړانګې

ناول سفرنامه ده کۀ کالم د ادب پانګې

 

سينه ئې د خيالونو هنرونو انجمن دے

دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

 

خبر دے د لفظونو او خيالونو د حرمت نه

واقف دے د مور ژبې د ارزښت او ضرورت نه

اګاه دے دتاريخ د اتلانو د قامت نه

 

د خپل ادب په ستره ودانۍ کښې لکه ستن دے

دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

 

زړګے د اباسين دے او جانان د اباسين دے

د ډ ېرو زمانو نه لکه ځان د اباسين دے

ددۀ سره ښېګړه تل ارمان د اباسين دے

 

استاد د پښتو ژبې دے استاد د فکروفن دے

 

 دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

رڼا رڼا سړے دے په رڼا باندې ميئن دے

پښتو باندې ميئن په پښتونخوا باندې ميئن دے

دنيا په دۀ ميئنه دے په ما باندې ميئن دے

-
بېرته شاته