(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.10.2023تورتم او

[21.Oct.2023 - 14:09]

 تـورتـم او رڼـا

د تــــــــــــضــــادو جـــــــــوړه شــوې دا دنـــــــیـــــا

د رڼـــــــا وجــود تــــــــورتـــــم  نــــــه  دی پـــــیـــــدا

 

تـــــیــــاری نـــــښــــه د رڼــــــا د مــــــوجـــودیت ده

کـــــــه تـــــــورتــــــم نــه وی نـــو بــــــــه وی رڼــــــا

 

کـــه غـــم نــــه وی خــــوشـالۍچـــیـری نــــه وی

خـــــوشـالي شــتـه ځـکــه غـــم شــتــه دی اشـنـا

 

غـــــم پـــسې د خــوشـالۍراتــــګ جـــبــرې دی

داسـې شــپــه نــشــتـه چــــې نــــه ئـې شـتــه ســبا

 

دا تـــــــیـــاری د ژونــــد ورکـــېـــږې ســـبــا کېږي

د ســـــبــــا ســــــتــوری راخـــــــــیــــژی خــامخا

 

 *****

د قـام بـچـی

پـــښـتوکــوی پــښــتـونولي د قــام بـچـو کې شته دی

پـت او ښیګـړه ، توره او ورورولی پښتنو کې شته دی

 

پــښـتـانــه یو دي یـــو تــاریــخ او یــو کــلـچــر لری

یــوه ئــې ژبـه نــنـــګ پــښــتـو ئــــې هر ټـــبــر لـری

 

د غــیـرت نـښې د مشـرانـو پـه شـمـلـو کـې شــته دی

پــښــتــو کوي پـښتونولي د قـام بـچو کـې شـتــه دی

 

پــښــتــون قــامــونـو د دنــیـا کــې پخوانی قـــام دي

وتی ئـې نـوم دي نـنــګلــیـالـــی او مــیړنی  قـــام دی

 

د ازادۍ مــیــنــه ئــې ویــنې د رګــو کـــې شــتـه دی

پــښــتـو کـوی پـښـتونـولـی د قام بچو کې شــتـه دی

 

مــیــلمـه پــالــنـه ئې صــفـــت ده لــوی د یــرې لرینه

په ټــنګ ټکور مــنګـی ربــاب تــودی حـجـــری لـریـنـه

 

رڼـا د ژونـد ئې د هسک سـتـورو پـلوشو کې شته دی

پــښــتـو کـوی پــښـتونـولی د قـام بچو کې شــتـه دی

 *****

 

یـارانـی

تـــه لا خــبـر نــــه ئـــې چــــې دی څــــه وکــــړی کــانــــی

پــــریــــــــږده دا خـــــــبــــری نــــــــور د تــــیـری زمـــانـــی

 

کې ایږده موزیم کې چیری بیا وروسته پـکار بــــه شـی

اوس نــــه پـــکــا رېــــــږې نــــــــوی شـــــــوی تـــــــرانــــــی

 

مـه یــــادوه مـــاتـــه دې د یـــار د غــیـږ مـــزی چـــــرچــی

جـــــــوړی د قــــام قـــــتــــل تــــــه وی دغــــــــــه یـــارانــــی

 

نــشــته قــاتــلانــو د مـلـــت ، تـــه پـه اولــس کــې ځـــای

جـــوړی کــه خـپل جـرم تــه هــر څــومــره کــړی بــهـانــی

 

چـا چـــې ابــادئ پـه نـــــوم ودانــــه دنـــیـا ورانــــه کـــړه

څـــنــګ بـــه کــړی ابـــادی سـتـوری ورانـــــی ویــرانــــی

 

 *****

 

پـسرلــی

خــوښ مې پسـرلـی دي ځـکـه ټولو موسومــونـو کـې

شنی جامی اغوستی طبیعت وي سمه او غرونو کې

 

وخت که دځوانۍ دکال وي دائـی دځوانـۍ وخـــت دي

ژوند او ځـواک پیدا شـی ونــو بـوټـو پـه رګـونــو کـې

 

ځـوان د مین زړه شي هم ئی فـکـر په ځـوانۍ راشي

ځـانـګـې د ګـل څـانګـو کـې د زلــفـو پـه ټـالـونـو کـې

 

مست شي بلبلان پـه بـاغـیـچــو کې مـیلـی جـوړی کړي

ګـــرمـــی تــرانـــــی د بلـبـلانـــــو وي بــــڼــونــو کــې

 

ســتـوری ئی د سترګــو پـه کـمره کې عکاســی کـوي

رنـګ   د یـار د شـونـډو  ویــنـی پـاڼــو د ګـلــونـو کـې

Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری

-
بېرته شاته