(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.10.2023 واخله باچا خانه

[21.Oct.2023 - 14:53]

داجمل خټک  په وفات د نورالبشر نوید شعر 

 

واخله باچاخانه د خوشال د کور قلنګ ملنګ

سور کفن کښې تاله درځی ستا پۀ شان ملنګ ملنګ

 

څومره نازاولے احتجاج لکه ماشوم کوی

 خاورو کښې اودۀ شو د حالاتو ستړے تنګ ملنګ

 

اوګورئ پۀ لاس کښې د تاریخ د  جبر  تبر ته

 مړ شو د ب-ې--ننګه پښتنو سره پۀ ننګ ملنګ

 

غاړه کښې مې پروت دے لکه قرض د پښتون وطن

 څنګه یې ادا کړمه پۀ مینه کښې لونګ ملنګ

 

بویه چې څوک بیا راواخلی دا کچکول او دا رباب

 بویه چې پۀ دې کوڅو بۀ راشی پۀ غورځنګ ملنګ

 

ورک اسلام اباد شه غټ غټ خلق پۀ پېسو اخلی

 سرو سپینو بدل نکړو پۀ رنګ دا غنم رنګ ملنګ

 

خلق څۀ اوښیار دی د لمبو پۀ سېوری خوب کوی

 نشته پۀ رڼا پسې د مینې یو پتنګ ملنګ

 

خلقو روغې وکړې تورابان سره پۀ نیمه شپه

 پاتې شو سوالی سوالی پاګل پاګل پۀ جنګ ملنګ

 

ماته د غلا.م وطن ګستا-خې هوا دا اووې

 ځارشم د باغي باي پښتون پښتون خوش رنګ ملنګ

 

هلته کښې د وينو ډنډ او دلته ګل پۀ واوره کښې

 یو سپرلے او دوه ګلابه رنګ پۀ وينو رنګ ملنګ

 

سره ډولۍ او سرۀ جنجیان او چغې د اعلا اعلا

 خوب وینم چې خیجی پۀ جنت کښې پۀ پالنګ ملنګ

 

زۀ بۀ د غېرت چغه د بانګ پۀ شانې وایمه

 څکلی پۀ بشر دی د پښتو د نشې بنګ ملنګ

نورالبشر نوید

*****************

 

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم

چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

 

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي

ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

 

خړې خاورې به په ما باندې انبار شي

هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

 

زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه

سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

 

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي

ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

 

چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه

دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

 

زه د یار د دره بې له خپله ياره

بل چا نه يم را شړلی زه به مړ يم

 

په دا تورو سترګو کله کله ګوره

جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

 

چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره

لږ شه ماته پښه نيولی زه به مړ يم

 

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي

چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

 

بېرته شاته