(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.10.2023زما او د جانان خبره

[21.Oct.2023 - 15:07]

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم

چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

 

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي

ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

 

خړې خاورې به په ما باندې انبار شي

هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

 

زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه

سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

 

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي

ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

 

چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه

دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

 

زه د یار د دره بې له خپله ياره

بل چا نه يم را شړلی زه به مړ يم

 

په دا تورو سترګو کله کله ګوره

جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

 

چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره

لږ شه ماته پښه نيولی زه به مړ يم

 

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي

چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

 

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې

خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

 

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه

ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم

(خاطر افريدی)

************

 

خلکو  !  زما او د جانان خبره هغسې ده

د شوګيرو  او د هجران  خبره هغسې ده

 

ما ورته وې بابا دې څه وائي رضا شو که نه

هغې  وې  نه کنهقربان  خبره  هغسې ده

 

وړی مې نه دی لا زرګر ته، زما جيب کې پروت دی

ستا  د  ټوټې  ټوټې  پيزوان خبره  هغسې ده

 

دا ستا د مينې د داستان خبره مخکې لاړه

زما  د  مينې د  داستان  خبره  هغسې ده

 

سميع  زما د سترګو  اوښکې لا ولاړې نه دي

د څاڅکي   څاڅکي د باران خبره هغسې ده

سمیع الله سمیع

**********

نـوی نــغـمـی

چــــې دی شـونډې زمـــا شــونــډو تــه نــژې شــوې

رانــــه پـــاتــې پـــــیــمـانـــــې د مــیـخــانــې شـوې

 

ســـتـا د ســــرو شونډو پـه مــیـو چــې شــوم روږدی

نــوی ژونــد ، نــوې ربـــاب ، نـــــوی نــغمې  شــوې

 

نـــوې شـوه د ژونــــد نــــغــمـــه نــــوې ســــــنـــدری

ارادې مــې شـــوې غـــښـتلېپـــښـتــنـې شـــوې

 

زړه مــې مــســت شــو خــیـال مـې وسپړل ګـــلــونه

هـــره  خـــــوا د پــسـرلــي خـوږې وږمـــــې شــــوې

 

چــې د ســتـوري نـــــه ئـــې فــن د مــیــــنـې زده کړ

پـــــــه پــــښــــــتـو هـــــــم د بـلبلو تــــرانــــې شـوې

(ډاکتر کبیر ستوری)

 
-
بېرته شاته