(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.12.2023 پندونه او نصیحتونه

[19.Dec.2023 - 07:02]

پندونه او نصیحتونه

لیک: سید عبید الله نادر

 

                

په هر حال له خـــپله ځـــانه خــــبریدل ښـــه دي

معــــنویاتو ته له عـــــجزه، رســــــیدل ښـــه دي

تغــــافــــل هــم په دي چـــــمن کې په کار نه دی

د ګلــشن په رمــــوزاتـــو پوهـــــــیدل ښـــــه دي

یو شیــبه چې مودردمــــن، زړونه پرې آرام شي

په خپل حــال باندی چوپـــتیا کې ژړیدل ښــه دي

په علـــمی پلـــــټون تحـــقـــیق او په څــــــــیړنو

د خلقــــت په پټ اسرارو پوهـــــیدل ښــــــه دي

چـــې جــــلوې د معــــرفت نه ویــــني،په پاڼــــو

له لیدو د داسي ســــــترګو، ړندیدل ښـــــــــه دي

چې د علم په حــــصول مــــــو تنده شــــــي ماته

د فطرت په رمـــــوزاتو، ګـــرویږل ښـــــــه دي

تر څــــو به تغــــــافل کړو ، د دنــــــیا په اشارو

له دیوان د معـــــرفته ، څـــــه لوستل ښـــــه دي

چې نـــــشه د انـــــــتباه یې ، په لـــید کې نه وي

له دا هسی لــــید کـــتو نه ، نه لـــــیدل ښـــه دي

د د نیـــــــــا واړه پـــــندونه ، نصـــــیــــحـــتونه

له بد لــــون د زمــانې نه ، اخیــــــستل ښــه دي

چې د حــق خبری ، پرې وا نه وری هیــــڅ کله

له دا هســـي اوریـــــدو نه ،کــــــڼیدل ښـــــه دي

وســـــیله چې د معیشـــت،  دین او مــذهب کړي

هم د داســــي انســـــانانو، خـــــو رټل ښـــــه دي

د کُل جهان چې د خـــــــالق پرې، رضــا نه وي

هم د داســــــي نظــــامـــــونو، پرزیدل ښـــه دي

جهالت په خـــره سپاره به، تر څــــــو مونږه یو

د لويي او تکــبر نه،  کـــــوزیـــــدل ښــــــه دي

چې په نشــــه کې د قدرت ځــــانونه ورک کړي

له دا هسی مقـــــامو ځــــــیني، لویدل ښــــه دي

چې رســــوا د عام و خاص په ټول جهان نه شو

هم د هسی ځـــان ځانۍ څـــــــخه وتل ښــــه دي

چې بخــــشایش تندی مو خلاص وي و هر چاته

لکه پرخـــه پر ګــــــلونو غـــــوړیدل ښــــه دي

چې یو شــان مونږ کې ، احساس د همدری شي

د باران په څـــــیر یکــسانه وریدل ښــــــــه دي

جوړ به هـــیڅ نه شــي ، دا زمونږ له خاموشیه

د دا هــسي کښــیناستو نه پاڅــیدل ښــــــــه دي

که نا هـــیلي مــــو ،غُټۍ شــــي د آرمــــــانونو

د داهسی غـــــوړیــــدو نه ، رژیـــدل ښـــه دي

د سید حــــسن غــــوندی دردمــنو په څــــیر(۱)

د خپل وطن په درد و غم کې کــــړیدل ښـه دي

ژړا شـــیون چې یې په ټـــــول عــمر شعار وو

په وطن د ده په شــــان هــم، ژړیدل ښـــــه دي

چې کاروان د علم و فــن نه ، وروســـته نه شو

قافلې د مـــــــــدنیت ته، رســــــیدل ښــــــه دي

چې ســـــیالۍ د ټول جــــهانه ، پاټي نه شــــــو

خپل بچــــــیان په علم و فـــــن سمبالول ښه دي

 

»»»»»»»»»

(۱)د وطن د یو نامتو شاعر ادیب لیکوال او نظامی شخصیت ، او د خپل وخت ډیرلوی مخور شخصیت ،د مرحوم جنرال سید حسن خان(حسن) چې کله کله به یې شیون هم تخلص کاوه د هغه مرحوم د وطنه ځار وطنه په شعر کې یودوه بیتو ته  اشاره ده  ،چې د ډیرو زمانو راهیسي هغه شعر د وطن د مئینانو وردِ زبان ګرځیدلی او عنوان یې دی( وطنه ځار وطنه) ،د هغه مرحوم دا لاندی دوه شعرونو ته اشاره ده ،

غمونه ستا می شو، په زړه باندی انبار وطنه

وطنه ځار وطنه

ستا په کړاو کې می وجود شو ټول بیمار وطنه

وطنه ځار وطنه

په همدې شعر کې بل ځای وایي: بېرته شاته