(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.12.2023شربت ګله

[19.Dec.2023 - 07:11]

افغاني مونالیزا Mona Lisa

شربت ګله

-------------------------

افغاني مونالیزا Mona Lisa( شربت ګله ) هغه پښتنه ده چې پر افغانستان باندې دروسي یرغلګرو له ویرې دخپلې کورنۍ سره یوځای پښتونخوا ته کډه شوه او دپيښورد ناصرباغ دافغاني کډوالو په پنډ غالي کې اوسیدله او امریکایی ژورنالیسټ او انځوراخیستو نکی Steve McCurry سټیو مک کیوری په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې ددې یو انځور واخیست او دغه انځور یې دنیشنل جیو ګرافیک National Geographic په مجله کې چاپ کړ.

دسویلي پښتونخوا لیکوال ، ژورنالیست ( صحافي ) او شاعر ښاغلی خان زمان کاکړ دشربت ګلې په اړوند یونظم ویلی دی چې تاسو  سره  یې شریکوم:

(یاد)

 

نيمه شپه ده، پېښور دی، ناصر باغ دی

داسې کور نشته چې بل پکې څراغ دی

زه څه غواړمه، په زړه کې مې يو داغ دی

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، بې حسي ده

لاس مي نه رسي وچاته، بې وسي ده

د پښتون سړي نېستي ده، بې کسي ده

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، لارې ورکې

پورته کېږي په فضاء کې بوی د کرکې

يو ځل بيا دلته دود شوي زړې سپکې

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

نيمه شپه ده، پېښور دی، بدل ښار دی

بې پښتو دی، پنجابی پکې واکدار دی

ترې چاپېره د مرګي بالا حصار دی

زه له چا پوښتنه وکړمه چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

چې د چا په پېښور کې شپه په سر شي

خود به وايي،تومتي کلی دې بر شي

چرته لاړ شي،سړی چا له په ناز ور شي

او له چا پوښتنه وکړي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

خدای خبر چې هغه سترګې هغه اور وي

اوس به هم ورپکې پاته هغه زور وي

لا به هم د ټول جهان د سترګو مور وي

خو يو چا راته وئيلي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

هغه زوړ مصور چرته دی چې راشي

د شنو سترګو په تصوير باندې لګيا شي

او حېرانه ورته بيا ټوله دنيا شي

لا خو اوس هم خلک وايي چې هم دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

دا دنيا مئينه تل پر خپل بازار وي

دا زموږ پر سترګو نه، پر کاروبار وي

چې اړتيا وي، زموږ هر تصوير شاهکار وي

ولې اوس پوښتنه څوک نه کړي چې دلته

چرته اوسي د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

پنجاب وايي چې دا شنې آبي چشمانې

دا په هره پېمانه باندې افغانې

زر به ځي لکه دا نورې کډوالانې

پېښور د افغانانو وطن نه دی

ځي به بره د افغان وطن بلبله

سمندر غوندې شين سترګې شربت ګله

-
بېرته شاته