(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جګه شمله

حـــقـيـقـت چــې په پــښـــتـو سـتوری مــيـن ؤ لاړ پـه زړه يــې دپـښـــتـو پـــاتـــې ارمــان شو فرهاد، ستوری، ملنګ جان، حمزه مې لاړه شـــړ مــې پـاتې دادب، هــــــنــرمــيــدان شو لــــــیـــونی ؤ د پــښـــــتــو ژبــې مـجــــنــون ؤ په خــدمت باندې قــایل يې ټـــول جـهـان شو چـې کـاروان، ســايل، شــاداب رانه وانخلی خدايه ډير مې لوند په اوښکو داګريوان شو دغــــزل قـــلــم به څـــوک په لاس کـــې واخلی پښتو ژبــې ته ســتامــړيــنـه لـویې تاوان شو کــــه په مــرګ دې د پښتو ناوې شـوه کونډه نـــــوم دې پـاتـې په تـاريـخ راتـه ځـــلاند شو دکــونــړ دهـســکــو هـســکــوغرو شمله وې ستوری جګه دې شمله جګ دې نـشـــان شو‏ چې فرياد د سـتوری سـتړی ژوند ته ځير شو ســـتا په لار ســـتا په قــدمــونــودر وران شو

Matiullah Faryaad -
بېرته شاته