(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.12.2023غزل

[28.Dec.2023 - 15:49]

 

تا  په رڼـــــــا  پسې, تورتم  ته ريباري  وكړله
 حالاتو  مونږ سره  دې څرنګه يـــــاري وكړله 

څه  د رڼا ستوري  لرل  مونږ  د  ګوتو په شمار 
د  هغه ستورو  په  لوېدلو دې  خواري  وكړله 

د تورې شرنګ مې راپرېوځي تر بنګړو رسېږي 
تا د شـــــملو، تــــا مې د تورو دلالي  وكړله 

زمونږ  تندي  دي راپولۍ  كړه, د جنت په تمه 
اخر دې سور دوزخ ته مونږ باندې زارۍ وكړله 

ما درنه يو غوښته تا بـــــل نقش راونيو حاله 
زما د طبيعت  خلاف دې خپله كولالي  وكړله 

لا دې په يوه لاس كې تسپې بل كې پيالې وركړلې 
په  خپل تخليق دې  څه بېخونده  ګلكاري  وكړله 

زاهد  هم  ونيوه  نغمه د سُر له تــــــاله سره 
په هر دريځ دې جـــــــادوګره  فنكاري  وكړله 

د کــــوټوال عقل به پخپله له خپل كوره وځي 
د كوپړۍ  كور باندې  يې ستا  فكر مستي وكړله

(استاد عرفان الله کوټوال)

-
بېرته شاته