(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.12.2023بلوڅه خور

[28.Dec.2023 - 16:31]

 

په کراچۍ کښې یوې بلوڅې خورکۍ ځان مرګي کړې وو هغې ته مې دا نظم ګوټې لیکلې ؤ..نن یې بیا مهه رنګ خور ته ډالې کوم

(فیروز خان اپریدی)

               

بلوڅه خور  

 

بلوڅې خورې پر تا څه شوي وو

چې دې نړۍ په ځان نسکوره کړله 

د خپل وجود غوښې دې وسیزلې

خپل ګلالي بچي دې چاته پریخول

 

په ځان دې خپل پردي بلها زهیر کړل

بلوچې خورې داسې کوم يو غم وو

چې تا په خپل وجود کښې نه زغملو

ځان دې په سرو وینو کښې ولړلو

زه هم پوهیږمه مرحومې خورې 

چې مونږ په خپل وطن کښې 

ډېر مجبور یو

چاته  فریاد هم مونږ کولې نه شو

دلته انصاف څوک درکولې نه شي

د حق اواز څوک  اوریدلې نه شي

 

زما مجبورې او بې بسې خورې

زه ستا په ټوله قیصه ښه خبر یم

 

Feroz Khan Apridy

26.12.2023

-
بېرته شاته