(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.01.2024خوشالیات

[12.Jan.2024 - 15:50]

خوشالیات

 

کۀ هر څو دي پښتنې جونه طنازې

دا د هند سکڼۍ هم نۀ دي بې نيازې

 

طنازې: ناز نخرې کونکې

بې نيازې:بې پرواه،شوخه شنګه

سکڼۍ: توربخنې جونه

 

نۀ يې جنګ نۀ يې ماڼې نۀ يې هوډونه

څړه مهرې، څړه مينې ، څړه نازې

 

ماڼې: بهانې

هوډ: ضد

څړه مهره: دا ترکيب دی ۔ څړه؛ يوازې، لونډ، ناوادۀ شوې،شوی، مهر؛ مينه ( د لونډانو مينه، سخته يا ډېره مينه)

څړه مينه: دا هم ترکيب دی، ( د ناوادۀ شوې جېنۍ مينه چې هغه ډېره زياته وي)

څړه نازې:مجسم ناز ( هغه ادا چې دومره ښکلې انداز کښې وي چې د سړي پۀ ذهن کښې يې تصوير جوړېږي)

 

خو يوه ذره پړه ناسازه درکه

په ماڼۍ کښې نۀ دعوې کاندي اغازې

 

پړه: پۀ زړۀ 

( د هند جونه دې زړۀ ته تکليف نۀ درکوي، بانې مانې چې کوي هم نو ډېرې يا غلطې دعوې نۀ کوي

 

په خدمت کښې تر صباحه لکه شمع

په يوۀ قدم ولاړې ځان ګدازې

 

صباحه: سحر، سبا

لکه د شمعې تر سبا پورې پۀ يوۀ قدم د خاوند پۀ خدمت کښې ولاړې وي ۔ پۀ يوۀ قدم اودرېدل د اطاعت پۀ معنا دي ۔

 

په غمزو، په کرشمو، په مکيزونو

فرح بخشې، غم تراشې، دلنوازې

 

غمزه: ناز و ادا

کرشمه: جادو

مکيز: ناز نخرې

فرح بخش: خوشحالي بخښونکې

غم تراشې: چې غمونه دې تراش کوي يعني کموي 

دلنوازې: چې د زړۀ خيال دې ساتي ۔

 

په ادب، په ظرافت په رموز پوهې

د صحبت په علم څو رنګه ممتازې

 

ظرافت: خوش مزاجي، مسخراپن

( خبرې اترې، ټوکې مسخرې،ناستی ولاړی او د جماع په علم ډيرې پوهې دي)

 

کۀ هزار جور جفا ويني له تا نه

بيا له تا سره خندا کا په خلۀ وازې

 

( تۀ کۀ ورسره ډېر هم بد وکې خو دوي به درسره په‌ډکه خله خندا او خبرې کوي)

 

نوې نوې شېوې کا درته جوړېږي

په څو رنګه جلوه کا جلوه طرازې

 

جلوه: کرشمه، رڼا،

جلوه طرازې: چې جلوې کرشمې خوروي 

 

په جيو جيو درته پستې خبرې وايي

هر زمان له تا په څو رنګه همرازې

 

جيو جيو: جار جار

 

عجب سرې په پانو شونډې درته خاندي

مېخي غاښ په مسي تور عشوه پردازې

 

پان: پاڼ: د خلې سرولو د پاره يو بوټی.

مېخي غاښ: پۀ غاښونو کښې د ښايست د پاره مېخکی لګول ۔ دا د سرو ميخونه وي چې ښايست د‌پاره ټک وهلی شي.

په مسي تور: يو قسم د غاښونو دارو. چې غاښونه توروي او ځلوي. لکه موجوده وخت کې toothpaste او tooth brush چې د غاښونو صفايۍ د پاره استعمالیږي.

عشوه پردازې: د ناز و ادا په معنا

 

غټ غټ تي لکه انار په ملا نرييې

بېرته شاته