(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.01.2024غزل

[12.Jan.2024 - 16:05]

زړګیه صبر شه زه نه ورځم کوڅې پورې

رنګ رنګ خبرې به بیا کېږي په هغې پورې

 

پېغلې ته وایه چې لږ خیال د لوپټې ساتي

ریښه یې رسي چې د پلار نیکه شملې پورې

 

سترګې مې وشرمېږي‌ ، ودرېږمه ، بېرته راشم

لاړمه راغلمه څو څو ځلې زہ کعبې پورې

 

چا درته وې چې ځه ګرجې او بتکدې سېځه

اوس ملا راغلو هغه اور ستا مُسلې پورې

 

واعظ خپه دی د چېړلو یې څوک پاتې نه شو

سترګې یې سرې وې چې مې راغلو جنازې پورې

 

د ماښام خړه ده ، لار نه وینم کمزوری یمه

داسې څوک شته چې ما لږ بوځي میکدې پورې

 

الله دې مل شه چې ملا به درنه څه جوړوي

ما خو ته راوستې بچيه مدرسې پورې

 

(سیف الرحمان سلیم)

 

-
بېرته شاته