(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.01.2024یو بیتي

[18.Jan.2024 - 13:07]

سید عبید الله نادر


زما یو لړ یو بیتي            

لمړي برخه        

««««

چي خفته عقل د علم په کرنګارو شو ،بیدار

هر قدم کې شـــــو ،آسانه ، راته فهم د اسرار

«««««

آرمـــانـــــونه د دردمنـــو به لنبه شي

که جاهلانو لاس ته پریوت حکومت

«««

بیدردانو مړ احساس هومره زهیر کړم

چي پناه وړمه له خلکو ، لیونتوب ته

«««

ځان به ورک کړې ، په غوغا کې په یو دم

که عارف په نظـــــر و ګــــــورې ، عــالم

«««

ما ته نن په حقارت ګوري ، دنیا

ځکه نفس او جهالت کړمه رسوا

«««««««««««««««««««««««

په کلنو زمــــــا نه څـــــاری ، د عدم لار

تر څو راشي ، ودي محفل ته یو هوښیار

«««««

غمګین غمجن په یو عالم غمو کې ډوب شم

ستا باغ وبڼ کې چي ، خـــزان وینـــم وطنه

««««««

معـــــرفت کې زړه روښـــانه د هر چـــا وي

که سر تاج د  درست جهان ، او که ګدا وي

«««««

معرفت یو بل مشعل دی ، چي بلیږي

په دمــــاغ د حــکمـــــا او فلســــــفیانو

««««

د عارف په هر قدم کې ، په خپل حال باندی وي پام

ځکــــه ويني په رڼا د معـــرفت کې ، خـــــپل انـجام

«««

خبر دار له خپله حاله وي ، مدام

چي د زړه په سترګو چا ولید انجام

«««

ښه خو داوه ، چي ژوندی تللي وای ګور ته

نه راغــــــــلی پروني هنــدوانو ، کــــور ته

«««

پیدایښت کې چي له خاورو یو پیدا

فرق به څه وي ای غافله زما و ستا

««««

ټوټي ټوټي په توپونو د روس ښه یم

نه تسلیم د سره کمون ، و فلسفی ته

««««

فراق د عشق کې  می وو ، صبر او تحمل

د وطــن فــراق کې تل یــــم ، ژړه غـــونۍ

 

 

 

-
بېرته شاته