(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.01.2024خاپیرک

[18.Jan.2024 - 13:14]

د خوشال بابا کلیات/ مخ - ۸۶۲

.

ښاپېرک که په هوا ځي، په تورتم کښې

په راتله د رڼا ورځې دی، په غم کښې

.

لکه چتی درسته ورځ درومي په پورته

هغه هومره باز شاهین درومي په دم کښې

.

د چندڼ او ښوانهٔ فرق سره هېڅ نه وهٔ

که چندڼ تر ښوانهٔ ښه نه وای، په شم کښې

.

چا له ډنډ، دور ګوهر نه دي وکښلي

قیمتي لؤلو لالا غواړه، په یم کښې

.

که ګیدړ په خوم کښې رنګ شو، په دا څه شي

خو بیا هم هغه ګیدړ دی، په شیم کښې

.

زاهدان، شیخان مې ولیدل، نامرد دي

مرد، عالم رباني دی، په عالم کښې

.

چرخ مې ځکه دا په سر لوڼي ګلونه

چې یې خاورې غوندې پروت یم، په حرم کښې

.

که هاتي د بادشاه ومري، غم یې نشته

چوهړی د سپي په مرګ دی، په الم کښې

.

عشقه! واړه ستا د غمونو خرخشې دي

چې په سوات راسره ګرځي، هم په سم کښې

.

ګوتې ومنډه، په غوږ کښې، ترې تېرېږه

ذاکر، زر ذکرونه کا، زړه په درم کښې

.

که خوښي یې د وصال ورسره نه وي

عاشقان کله خوښېږي، په ارم کښې

.

هغه چېرې دواړه ګوتو ته نظر کا

چې یې وي سترګې نیولې په صنم کښې

.

افرین دې په ویلو شه خوشاله

چې د تورو رژول کړې، په قلم کښې

.

.

باز = صقر، بازي = Hawk

شاهین = صقر شاهین، فالکن، باتور، شند، شهند، لنډبزری، شیند = Falcon

ګوربت = عقاب، نسر = Eagle

چندڼ = صندل 

ښوانهٔ = زیتون، خانلی، ښونه، ښوون

شم = شمع، شمعه

دور ګوهر = ملغلره، دور او ګوهر و ملغلرې ته وایي

وکښلي = وښکلي، راکاږلي 

لؤلو = يو ډول ښځينه د مټ ګاڼه، بازو بند، زېور بازو بند

خوم = چاټۍ، لوی خاورين لوښی دی چې سېرکه يا اوبه يا شراب پکښې اچوي. کله کله په خوم کښې رنګرېزان جامې یا نور څیزونه هم رنګوي.

شیم = د شیمه جمع، شیم لکه عادتونه، خویونه، خصلتونه

عالم رباني = هغه کس چې علم لري او بصیرت هم ورسره وي لکه د ګوټ مولا ساب چې یې نه وي.

عالم = نړۍ، دونیا

چرخ = ۱) هسک، اسمان، فلک ٢) دور، زمانه ٣) ګردش، څرخ

لوڼي = لوني، د لوستل اوسمهال (اسم حال)، لوستل لکه شیندل، بادول، نوستل

حرم = ۱) حرم شريف، د کعبې شريفې دننه برخه او شا او خوا يې ۲) انګړ، د سرای دنننۍ برخه، د کور داخلي برخه ۳) کډه، عيال، عايله

هاتي = لمخولی، فیل، پیل

چوهړی = چوهاړی، کناس، جاروکش، خاکروب

الم = ویر، غم، درد 

خرخشه = ۱) خرخښه، جنجال، فساد ، فتنه ۲) تردد ، د زړه پریشاني

زړه په درم کښې = لکه ذاکر په خوله ذکر کوي خو زړه کښې د مال خواهش لري.

وصال = دیدن، دیدار، ملاقات، سره لیدنه

ارم = په عربي نړۍ کښې د يوه ښکلي افسانوي باغ نوم چې وايي شداد جوړ کړی و.

(غوړچان : ډاکتر لونګین ممتاز)

-
بېرته شاته