(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.01.2024خدمتګار

[25.Jan.2024 - 09:34]

چې  د وطن  لپاره ډېرغټ تکلېفونه باسي

د ازادۍ لپاره جیل کښې زحمتونه باسي

زما سلام دی په هغوۍ چې سخت په ځان تیروي

د قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

د قام عزت غواړي

  دا لیډران د پښتون

فداکاران د پښتون

خدمتګاران د پښتون

دخدای لپاره ورونو ټول شئ، ځانځاني مه کوئ

زړونه  مو  یو کړئ،  سره یو شئ ناداني مه کوئ

وکړئ پوښتنه د بندېانو ناځوانۍ مه کوئ

که  غیرتمن   پښتون  وي

په زړه دردمن پښتون وي

په  قام  مین   پښتون  وي

وروستنی نسل به ددوۍ څنګه احسان هیروي

چې   قام  لپاره    تکلیفونه د  زندان    تېروي

(ملي شاعر ملنګ جان)

#ReleaseManzoorPashteen #ReleasePTMActivists

-
بېرته شاته