(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.01.2024تمغه

[25.Jan.2024 - 09:41]

تمغه

۱۴۴۵ هجری

د ملګری لايق زاده لايق ياد

(محمد زبیر حسرت)

د سوات د لوړو دنګو دنګو سبزه زاره

ګلابه، ګل عزاره، غزل زاره ، مرغ زار ه

لايق د احترام اؤ د تعظيم يې ادب زاره

راپورته شه، راپورته کړه نغمې لۀ شالی زاره

 

د پت اؤ د پښتو جګه شمله دې پۀ سر هسکه

د ننګ ، غيرت ، ناموس ډکه جذبه دې پۀ سر هسکه

د قام د غم غمخوره ولوله دې پۀ سر هسکه

طره دې پۀ پکول کښې اؤ جغه دې پۀ سر هسکه

 

پۀ داسې يؤ موسم د خزان وۀ کړۀ ګوزارونه

چې سرۀ ګلونه څۀ کوے شپلونه واړه شاړ دی

د مينې نغمه ګره د سخن اؤ فن تاجداره

د ژوند اؤ د ادب اؤ فن قدرونه مو ويجاړ دی

 

حيا ، وفا، ځلا، ښکلا دې ټوا زېر وو سخن ته

د ژوند ډکه نغمه دې پۀ سینه کښې شړنګېدله

ټپه، نظم، غزل ، سندره مسته وه ستا فن ته

نغمه دې پۀ پۀ سيتار اؤ پۀ رباب کښې ټنګېدله

 

سندرې دې وجود کښې نۀ ، پۀ روح کښې ګډېدلې

لفظونه لاس پۀ نام لکه غلام درته ولاړ وو

پېنزېب وو کۀ ګجرې وې ستا پۀ سر کښې شړنګېدلې

غزلونه مے خانه کښې لاس پۀ جام درته ولاړ وو

 

سازونه اوازونه دې فنکاره پۀ اتڼ کړۀ

دردونه، سرودونه دې هم ساندې هم نغمې کړې

سرونه دې راغونډ کړۀ د ژوندون د رڼا بڼ کښې

نغمې د خپل احساس دې د شعور پۀ اور لمبې کړې

 

لمبې دې د حالاتو پۀ سرونو غرغنډې کړې

شاعره ، شاعر سازه ، سخن سازه، سخنوره

حسرت له دې پۀ زړۀ کښې همه طمعې بې اسرې کړې

سرې شنې دې پۀ اسمان د شعرستان کړې نغمه ګره

 

تۀ خداې زده چې پۀ کومو ورکو لارو باندې لاړې

چې خاپی دې وروک شوی دی ښکالو دې نۀ راخېژی

تغمه تغمه وختونو کښې « تمغه» پۀ سينه لاړې

حسرت دې پۀ غم ګډ کړو پۀ سيالو دې نۀ راخېژی

 

«تمغه»

                                                                        ‌ ۱۴۴۵هجری

-
بېرته شاته