(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.01.2024قلندر مومند ته

[25.Jan.2024 - 09:47]

 

قلندر مومند ته د اجمل خټک پېرزوئينه

 

زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره

ليونې ياد دې تر قفسه په ګډا شی راشی

د نازک زړه د بيلتانه سوکړو وهلې ګل ته

سپرلې د مينې د جنت نه په خندا شی راشی

زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره

 

ستا حسين ياد د غيرتونو د لمحو بڅرے

د خوشحال وينې ته لمبې د ايمل خان شی راشی

ستا د جنون د ارمانونو ماه جبينه ناوې 

په پښتونخوا کښې سور بيرغ د باچا خان شی راشی

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

راشه راخور شه لږ په فن او په غيرت مې ګله

چې مې پنجره کښې د کاکا د څنګ ښکلا پيدا کړې

زما پښتو ته د خيبر د سر شغله شه راشه

چې په تيارو کښې د کامل د زړه رڼا پيدا کړې

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

راشه راپټې کړه لږ راوړه د ماضی له جيبه

د اولسی ادبی دور هغه شيرينې لمحې 

د خوار اولس په غم ککړ د خوشحالۍ خوبونه

ست د ګجرو زما د چغې زرزرينې لمحې

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

زما ميينه خوږه مسته قلندره ياره

راشه زما د يادو کور ته خپل ګلونه راوړه

د رحمان زويه نن د نظم او غزل په فن کښې

د باګرامۍ ترکې ښايسته شينکی خالونه راوړه

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

منم ستا سره وينه کښې بويُین د پښتی حرارت

زما هډ هډ نه په مزل کښې غورځنګونه غواړی

ستا د ارمان د سباون په پلوشو کښې ګرمی

زما په لار کښې د لالا سره کفنونه غواړی

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

پوهيږم ستا خلهُ کښې صدا د تاترې د ګوګل

په دې خورو ورو زړګو کښې اتڼونه غواړی

ستا د قلم خلهُ کښې چغارې د پښتو د سپرلی

په غر او سمه د وطن سمسور ګلونه غواړی

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

د ارمانونو ولولو د ګل غوټو داغونه

د فن د ګلو يي مسکا کړه تر پنجرې يي راوړه

د خپل زړګی د شمعې ټولې ځليدونکی اوښکې

د وخت تورتم پسې رڼا کړه تر پنجرې يي راوړه

زما مئینه خوږه مسته قلندره ياره

 

راشه چې ټوله مينه ورکړو د قلم څوکې له

د خپلو ژوبلو احساساتو نه نغمې جوړې کړو

د زړه تارونه سرې لمبې کړو د زلمو وينو کښې

د انقلاب په چغه نوې ولولې جوړې کړو

 

د زړه له وينې د وطن د مخ ګلونه جوړ کړو

د وخت تيارو نه د شهۍ دزلفو ولونه جوړ کړو

زما ميينه خوږه مسته قلندره ياره

راشه راخور شه لږ په فن او په غيرت مې راته

 

انتخاب : عبدالحميد زاهد

            پښتو انتخاب شاعري 

Abdul Hameed Zahid

-
بېرته شاته