(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.01.2024هڅې ته

[26.Jan.2024 - 17:43]

 

هڅې ته لومړی شعر

***

ما خو ګام د پلار په لاره اېښی دی

ته به دې د پلار په پل قدم نه ږدې!

داغ به دې په زړه باندې د غم نه ږدې

ماتې ته به لاس په سينه هم نه ږدې

هېچا باندې نوم به د صنم نه ږدې

هيله به وړه؛ ارمان به کم نه ږدې!

***

ما خو ګام د پلار په لاره اېښی دی

ته ځان ته ځانګړې لار اختيار کړه

ستونزو ته له اوسه ځان تيار کړه

مه له نر نه وېره؛ مه ترې ډار کړه

هر ګوزار ځواب يې په ګوزار کړه!

تل همدغه هڅه؛ دغه کار کړه

***

ما خو ګام د پلار په لاره اېښی دی

ته د حقيقي سکون لټون وکړه!

فکر د خوندونو په درون وکړه

باغ کې د خوښيو دې للون وکړه

خپلو تېروتنو کې سمون وکړه

پيل د نوي باب؛ نوي مضمون وکړه!

***

ما خو ګام د پلار په لاره اېښی دی

خدای شته چې خفه او پښېمان يم

درد دی؛ د خوښيو په ارمان يم

اور دی د دوزخ په کې روان يم

څه که هم غزل يم؛ هم داستان يم

زه خپله دښمن مې د خپل ځان يم

***

ما خو ګام د پلار په لاره اېښی دی!

غواړمه چې تګ مې ژر تمام شي

غواړمه چې ستا ژوند دې ارام شي

نه چې هيلې ستا دې قتل عام شي

نه چې سحرونه دې ماښام شي

نه چې درد دې ټول وجود کې عام شي

نه چې دې ارمان نه بل خوا پام شي

نصرت ارمان

 

 

عجیبه خلک دی سړی ورته حیران پاتې شي 

کور یې تری وران پاتې شي نوم یې که ودان پاتې شی 

 

په خپله زوی باندی نامه د محمد کیږدی چی 

که ودان نه وي محمد به خدای ته ګران پاتې شي 

 

لا یې د دي وطن په مینه کې سندری کړلی 

اخ ځوانیمرګ لاړو وطن به یی لا وران پاتې شي 

 

وړۍ ځلا لور یې بنګړی تری پرون غوښتی وو خو

لاسونه تش به د بنګړیو په ارمان پاتې شي 

 

څه په ارزانه یې ارزان قیمت کې و وژلو 

وطن له زرو ډک خو خلک به یې ارزان پاتی شي 

 

زما تری کرکه شوه نور نوم دې په خوله نه اخلمه

غیاثه نوم سره که نوم دي د افغان پاتې شي

عبدالغیاث کاکړ

-
بېرته شاته