(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.01.2024 د ملنګ جان

[26.Jan.2024 - 17:45]

ملنګ جان ملي شاعر

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خانانو تاسو چې راتلئ خــــــان غفارخان مو څـــه کړ

ستاسو ملګری هغه کلک خان صمد خان مو څـــــه کړ

 

دلتـه خـــو نشته د خټکو اجمل خــــــان مــو څــــه کړ

بنديان بـه نه وای که ژوندی وای خوشحال خان خټکه

 

ستـا د غیرتــــــه ډک دېوانــــه شــــــم قــربان خټکـــه

یو ځـل خو بیا راشه دنیا ته خوشحـال خـــان خټکـــه

 

یوار خـــــو خــپل پـر عزیزانــو پـامــــلرنــــه وکـــــړه 

د چـــــارســــــدې د یتیـمــانـو ډاډګـــېرنــــــه وکــــړه

 

دوهمــــه ورځ راغــــــلې ستـا پــر خـــــاندان خټکـــه

یو ځل خو بیا راشــه دنیا ته خوشحــال خان خټکـــه

 

یوار خـــو راشــــــــه دا خپـل مړاوې ګلستـان وګــوره

پــــه مردکو سورئ سورئ د خـــــدای قــــران وګــوره

 

ځکــه نــــارې ســورې وهـــــم ملنـګ جـــــان خټکــــه

یو ځل خو بیا راشــه دنیا تـه خوشحـال خان خټکــــه

 

-
بېرته شاته