(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د معاون ګران برهاني

[05.Feb.2024 - 17:37]

 

پاکه مینه

شاعر: معاون ګران برهاني

*****

   ژوند په مینه باندې پالم 

    په پاکه مینه خپله ویاړم

   یو ارمان رانه  ورک  شوي

  په دې لاره  ستونزې  ګالم 

  زړه او ځیګر چې درنه ځار کړم

 اې محبوبې خوږه مینه درنه غواړم

  که د سترګو کټورو کې را موسکۍ شې

  لیوني نه یم چې بیا  ژاړم

   د لیلا په سرو شونډو کې نیشه ده

  یو  جام  د سرو  میوؤ  ځنې غواړم

  اي رقیبه ظلم مه  کړه په قسمت مې

  دا زما د ژوند بقأ ده ، زه  پرې پایم

  ملا خوشې په کوډګرو قیصو سر و

   زما خپله عقیده ده ځنې لاړم

   شیخ سره اننګي په غلچکي نظر کتل

  مست شولو ناڅاپه زه ځکه ورته خاندم

   د منزل لارې اوږدې شوې نه را رسې

    په هر قدم  د بیلتانه  سندره  وایم

   ( ګرانه) سوله مې ده مینه ،رنځوي مې ډیر

   که راغله هر  زخم  د زړګې به ورته  ښایم 

             برمین ، 2021/ 02/ 05

(Gran Burhani)

_______

 

( د واورې ننداره)

شاعر : معاون ګران برهاني

*****

     پولۍ پولۍ واوره وریږې

    ځمکه سپینه بخملې شوه

    د ونو هره څانګه

      لکه د سپینو مالوچو 

   کمپلي پوښ کې راونغښته

    ماشومان ځغلي راځغلي

   جوړوي له سپینو واورو

   رنګا رنګ ګردي توپونه

  یا هم ځاي ځاي 

  جوړوي شنیمننونه                              شنیمننونه ( د واورو سړي)

   هره خوا سپینه ځلیږې 

  خاورې هیڅ نه معلومیږې 

   ما کوله ننداره

  یو دم لاړم په هوا شوم

   د خیال په وزرونو

  لیري لیري هغه غرو ته

  ورسیدم د غرو سرو ته

  د نښترو شرنګهار دی

 پسته وږمه پکې چلیږې

  دې غرونو ژور تل کې 

  ښې ډیرې چینې دې

 هم خوږې دې هم رڼې دې

  دا اوبه لکه یو ګوټ د زمزمو

  داسې  زړه ټکوروي  

 سوزانده تنده ماتوې

  که هر څو يې وستایمه 

  بیا به هم وې ډیره کمه  

  د خیال دونیا مې څو لمحې وې   

  لمسونکې هم خوږې وې

   د کنړ د تصور ټال وو

   زه پکې ښه وځګنیدم

 د (ګران ) له سترګو نه واته لودم 

 

  برمین -  30/01/21  : ددې ښار لومړني د واورې اورښت ٠

(Gran Burhani)

___________

 

خيل

 شاعر: معاون ګران برهاني

*****

لکه رنګ چې د جامو سره مزه کا

داسې خيل د خيلخانو سره مزه کا

هر جنس له خپله جنسه نه پيدا دي

هر پيدا د خپلو کړو سره  مزه کا

بېرته شاته