(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.04.2024غزل

[23.Apr.2024 - 06:11]

کلام  : علي خان بابا  

 

اے د زړۀ سلطانه تۀ د زړۀ سلطان دچا ئې 

ستا رنځوران ډېر دي وايه تۀ درمان د چا ئې

 

اور د اننګو دې څوک پاخه کړل څوک ئې اوسوَل

اے په مخ آتشه سود د چا نقصان د چا ئې

 

ډېر دې میخاني لره درځي د شونډو جام ته

وايه ته خاصه ساقي د چا مغان د چا ئې 

 

ډېر درته خراب زړونه کباب په تمنا دي

ياره شراب خوره ته مېلمه په خوان د چا ئې

 

هر څوک دې په ځار او قربان او جان بولي

جان خو بې شک جان ئې ولی وايه جان د چا ئې 

 

پټ دي که ښکاره دي مئين ټول په تا ډاډه دي 

ووايه څرګند ظاهر د چا پنهان د چا ئې

 

نور که درته خانه خانه وائي چاپلوسي کا

وزمايه په حکم چې له صدقه خان د چا ئې

 

زه درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه 

ته سبا خندان لکه ګل واز ګرېوان د چا ئې

 

زيات دي په ريا ارمانَوي لباسي خَلَک 

خود به پرې پوهېږې چې تۀ زيات ارمان د چا ئې 

 

کله شوه لا کله زۀ رقيب سره دعوه يوْ

پړه وړه مو ښکاره کړه په دعوه برهان د چا ئې 

 

غوړچان :نورالاسلام  سنګر

-
بېرته شاته