(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.04.2024سباوون

[23.Apr.2024 - 07:50]

ارواښاد قلندر مومند

سباوون - مخ ۷۶

.

ستا د زلفو سلسله مې بیا په ذهن راخوره شوه

پریشاني مې یو په دوه شوه، سپینه ورځ راباندې شپه شوه

.

چې مې وویل ځواني دې رنګینه د بوډۍ ټال ده

له خندا نه تکه شنه شوه، له حیا نه تکه سره شوه

.

سم قامتي اشنا سم کړم، دې ملاماتي اسمان نیم کړم

هغه لږ راله قیامت و چې اوس دې راله فتنه شوه

.

هره تمه مې طاعون شوه، ارمانونه مې ایرې شو

اوس به څه وي امیدونه، سره په وینو مې اسره شوه

.

ستا د مخ په ننداره یم، تاو مې تار د نظر سېځي

لږې زلفې راخورې کړه، په ما ټکڼه غرمه شوه

.

نرګس نور د سترګو بایلود چې کتل یې لاله رو ته

د سوسن ژبه ګونګۍ شوه او غونچه په وینو سره شوه

.

د اشنا د زلفو څوکې نن په شونډو باندې زانګي

ځار چې دا زهر مهره هم د مارانو په قبضه شوه

.

دا تاثیر دې د وربل دی چې زه سوی لوغړن شوم

اننګو ته دې ګناه ده، دا ځواني مې چې لمبه شوه

.

ستا د مینې له اعجازه هغه سوی قلندر یم

چې هره آه زما غزل شوه، هره چیغه مې نغمه شوه

.

.

سلسله = لړۍ، پرله پسې والی، زنځیر

بوډۍ ټال = رنګين ټال، شنه زرغونه

سم قامتي = لوړه ونه، لوړ قد، دنګ

تمه = طمع، هیله، امید، اسره

طاعون = وبا، موتان، مرګو، طاخون

لاله رو = د کوکنار ګل په څېر مخ، د خشخاش ګل په شان څېره

سوسن = ډنډګلی، شین ګلی، نیلوفر، سمن، د اوبو ګلاب

زهر مهره = د زهرو دارو، د زهرو درمل، جړۍ

تاثیر = اغېز اچونه، اثرګزاري، اثر بخشي

لوغړن = ۱) په لوګيو تور شوی، نيم سوځېدلی ٢) بدنصيب، کم بخت، سياه بخت ۳) خيرن پيرن، غوړ پړ

اعجاز = ټوپه، معجزه، کرامت

(غوړچان : ممتاز لونګین)

-
بېرته شاته