(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو

که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو سره يؤ شۍ ، شۍ يؤ موټۍ د پنجو اوس د علم او فن جګړه ده خبردار شۍ توپک پرېږدۍ قلم خپل کړۍ ميړنو دغه لنډ عمر کې یؤ د بله جار شۍ تېر په هېر کړۍ ټغر ټول د تربګنو مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو ملتونه پېژانده شي په خپل ژبه هم په کړو ستا نه دواړه درومي لاړل په ورو ،ورو د کلتور او د فرهنګ مو تلل مکړۍ په پېسو دمور ژبه هېره نکړۍ چې ځای راشي د روپو که په کار وئ که په کور وئ که په ښار که په بانډو پښتو واېئ ، پښتو ليکۍ پښتو وکړۍ د نيکو ګيله مند ، زه د بل نه يم هر څه ورک کړل خپل بچو ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما ېي د شاخو چې پېښې کاندي د نورو خپلې هېرې شي درنو شي را يادې ماته پېښې بيا د زرکو د کارغو د حامد چې اوښکې تړمې ، تړمې څاڅي د اوښانو د کاروان رسۍ تر څو تړۍ په خرو ما ځولۍ درته نېولې د مور ژبې خېر دې غواړم ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې لېونو

Hamid Alwataand -
بېرته شاته