(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د سرو وينو ماښام د مازيګر جنازه يوړه يو ښكلي شان نظر مي د نظر جنازه يوړه دا چا كړو لـه نظره لـه يو بل چي په څنګ ګرځو دا چا د محبت د لروبر جنازه يوړه فتنه يي د رقيب راته په شاه كړه چي مسكئ شوه خندا د سپيني خولي، خو يي د شر جنازه يوړه انكار په سترګو، سترګو كي اقرار هسي په شونډو جانان مي د ارمان ښه په هنر جنازه يوړه "صمده" يو ارمان دي كه پوره شو بختور يم په مرګ كه مي بي نيازه شان دلبر جنازه يوړه

General Abdul Samad Momand -
بېرته شاته