(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمد علی عمری شعرونه

څلوریځي پيدا کیږی که په کاڼو کی غمئ داسی خلګو کی پیداشی ګلالئ ټو له ګرځي په جامه کی دسړیو خو سړئ پیدا کول غواړی سړئ --- څلوریځه په کار نه دئ دهیڅ کار په وړاندی ځنډ ختموه یی څو جوړیږی ځنی خنډ ډیر اوږده کارونه ګوری هر انسان ته خو بلا وهلئ عمر څومره لنډ څلوریځه هر شاعر دخپل ملیت دهسک هلال وتیاروته یی سپیڅلئ روڼ مشال انګریزان که په شکسپیر باندی نازیږي پښتانه هم نازیدلي په خوشحال --- ازادنظم په دغه ښار کی وینمه رنګ په رنګه دخر څیدلو هرڅه ځیني په سل ځیني په زر ځیني خر څيږي دلکاوو په نرخ ورته راځي دا رنګه ښکلي ښکلي لکه را غلي چی وی دخماری سپينی سپوږمۍ له کوره دلته خرڅيږي دلکاوو په نرخ ډیر دي هیښ کړي ددغه ښار همدغه ستر تجارت خو پدی ښار کی که هرڅو هڅه وشی که هر څو ځان ستړئ کړم ډیره به ګرانه وی دا چی یی پیدا کړم په ډیره لوړه بیه دبخت ځلانده ستورئ او بله ډیوه دعلم

په پښتنه مینه محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا/ مسلم باغ Mohammad Ali Omare Janobi Pakhtoonkhwa -
بېرته شاته