(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا کاڼي دا کوڅې

دا چې راوريږي تل زما په سر دا کاڼي دې رانۀ شي د چا په سر قتل د تيرو ئې کړو ثابت په ما بيا ئي مې مقتل ته د رڼا په سر شکر چې د مينې دې مجرم کړمه زه خو له سر تير يمه د تا په سر کرښې په تندي ئې ګونجې ګونجې دي چا ورته څه وئېلي دي زما په سر چا چې خپل ضمير غلام د بل کړلو لويږي به ملګرو خامخا په سر نه شم شپې ته ورځ وئېلی نه شمه پرې کۀ مې کړي ژبه څوک رسا په سر وايه چې څه وائې خپل اختيار دې دی تاسره به څوک رسوي دا په سر حسنه بس دی ما پسې راګوره مه پاتې شو له مانه وطن ستا په سر غمه ! ارماني يم تا ووړی شمه خېر دی که درنيږي بوج زما په سر

Da kanni da koczee Mohammad Islam Armany -
بېرته شاته