(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا ده پښتونخوا ده

ويښتۀ دې د ځوانۍ په مخ رادرومي کۀ بچی ئې لفظونو پښتنو ته دې قربان شم ننګيالی ئې منمه چې پښتون ئې په پښتو ورک لېونی ئې پتنګ ئې ځان نه اور رانغاړې اور ئې اورپسی ئې مزل کوې منزل پسې ور درومې ګړندی ئې چې مينه کوې مينه ستا ئې تل به تۀ ژوندی ئې قلم نه دې قربان شمه قلم دې زورور کړه ای شابه کنه شور کړه اؤ سندره د خېبر کړه ای شابه کنه مست شه اباسين چپې چپې کړه دا ژوند ازغن ازغن دی دا ژوندون نغمې نغمې کړه ښېرازه اؤ اباده د وطن دشتې مېرې کړه شېرشاه شه ، احمد شاه شه په غماز پورې لمبې کړه غلام يمه ، غلام ئې شابه وروکې دا تيئارې کړه ای شابه د ازاد هيواد سندرې کړه نغمې کړه ٌ ٌ لاهور په غرغره کړه،د شېرشاه ارمان پوره کړه ٌ ٌ جهلم کې بيا د يو افغان ملت کرښه پخه کړه چې خلاص شو له غليمه بيا به يو بل سره ستايو هله به مونږ يو بل ته د بل سندرې وايو کابل کې کۀ اوسيږو ، پېښور سره اشنا يو بولان زمونږه کور دی کۀ هر څو د پکتيا يو قلم زمونږه توره ده قلم باندې فدا يو جرګه زمونږ دستور ځان د جرګې په لاره بيايو ای شابه قلمکاره ترانه د پښتونخوا کړه يو وارې بيا پښتون افغان بادشاه د اېشيا کړه زلميه دا خو اوس لا ستا د نوي ژوند سحر دی لا پروت درته منزل ته په مودو مودو سفر دی د قام د آزادۍ د ارمان جنګ درته په سر دی قلم نه توره جوړه کړه نظر مو په سنګر دی اوس وخت د فېصلې دی هر پښتون په دې خبر دی واحده په شا مه ګوره ملګری دې اکبر دی دا وايه چې جانانه پښتونخوا ده پښتونخوا ده چتراله تر بولانه پښتونخوا ده پښتونخوا ده

Pakhtunkhw da Pakhtunkhwa da Akber Hoti Advocate -
بېرته شاته