(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوب وینم عالمه

خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه خوب وینم غنی وی ناست په څنګ کی خوشحال خان وی د دواړو په لاسونو کښي فانوس وی ارمغان وی ټوقی وی ټقالی وی خبري د افغان وی ستایی دوه نومونه د افغان د پښتانه خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه خوب وینم نجیب وی له منصور سره ګویا وی لویه ننداره وی د کابل په اریانه دواړه ورته خاندی دارکښ غاړه د ملا وی لویه ننداره وی د کابل په اریانه خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه خوب وینم لشکری وی ملالي وی زلمیان وی ګیر کړی وی لاهور کښی د تورمخی دښمنان وی اخلی قصاتونه بریالي په مخ روان وی هغه ننګیالی وی چی ی بولی یګانه! خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه خوب وینم جرګه وی خان شهید وی باچا خان وی د لر او بر راجمع ټول ملي قهرمانان وی شیر شاه وی احمد شاه وی بایزید وی میرویس خان وی وائی مرګي ښه دی د غلام تر ژوندانه خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه

Khob wenam Alama Khan Abdul Ghani Khan -
بېرته شاته