(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کـبیر ستوري ارمــان

دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي پښــــتانه کــه ســره یــو شـي چـیـرته جـوړه پښـتـونـخــواشي کــه راجــمــعــه شــې قــومــونه کــړي تــازه زوړ تــاریـــخــونه کـیـني خــپل مــنځ کــې پـه مــیـنه تــل یـوبـل ته په خـنداشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي سـتوري ډیردي په اسمـان کې داخاص ستوری و افغان کې په هــــر وخـت ئــې ځـــلــــیــدولــــــو دا رڼـــاکلــــه پــیـداشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي لــراوبــر ســـره راټــــول شــي ورنــه جــوړګل دغـــاټــــول شي حــقـیـقــی وروري شـــروع شـــي نـــوره خــتـمــه دا جـفـا شي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي دمـحـبـت ورکـــړي لاســـونه او نــور ونه وژنـی خـپل ورونه نـصـیـحـت وکــــړي دایـــــــمـه لـــــراوبــــر و تـه لـګــــیـا شي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي کــه شــــي جـــــمــعــه هـیــــوادوال د جـــــنـوب او د شـــمــال دیــــووالـــي شــي خــــبـری او د غـــمــــونــو انـــــتــــهــاشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي دا د ســـتــوري غــټ ارمــان و مــالـــوســتـلــی ئــې بــیـان و دا ارزو هـــــلــه پــــوره شــي د پــښــتــون جــــوړه دنــیــاشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي بـیا بـه وځـــــو په ســـیالــونــو هــم په ســــیل د کــــونـــړونــو ځـــو د ســـتـوري مــقــبـری تـــه بــیا به هــلــتـه پـه دوعــاشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي داتـعـهد وکــړي ولـــســونـه د وحــدت ورکـــــړي لاســـونـه دوطـن خــدمــت شــروع شـــي ســراچه وال به په خـــنـداشي دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي پښــــتانه کــه ســره یــو شـي چـیـرته جـوړه پښـتـونـخــواشي

Matiullah Sarachawal
-
بېرته شاته