(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستا تصويرونه راته خاندي

تــه کـه نـه يـې ګــرانـه ســــتـا يــادونـه راته خاندي ستوري شي په شپوکې ستا خيالونه راته خاندي دا مــنـم چې نه يې خـو دانه مـنم چـې نشت شـولی اوس خــودی مــحــفـل کــې غــزلـونه راته خاندي ای د لــر او بــــر د پـــښـــتـنـو د وحــدت ســـتـوريا بل دي ســــتـا د فـــکــر مــــشــالـــونه راته خاندي ســتا د فکــر بـاغ بـه شـي سمسورهـم د با باخوب زر بـه پـــدی دشــــــتـه کــــې ګلــــونـه راته خاندي ســــتـا د مــحــبـت خـــوږی خــــبـری راپـه يادکړي کلــه کلــه ســـتا چــې تــــصـــويــرونـه راته خاندي

Gholam Mahmood Shohab
-
بېرته شاته