(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوښتنه

د هـغــــه کـلي نــه راغــلي مـــيلمـــه وايه د هـــغه کلي حال څــنــګــه دی چې څه بدلون پکې راغلـــی که نــه دخلقو فکر څنګه خيال څنګـه دی اوس هم د هغه ځائ ليکو ال شاعران د افســـــرانو قـــصـــيـــدې وائـــــــــــــي اوس هم د هـــغه ځائ خـانـان مــلکا ن ځان درنـــوي خـــپلې درنـــې وائــــــــي اوس هم د هغه ځائ غريــب دله دی په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي په شاباسي باندې مرګــونه کــــو ي شان د خانــانـــو د شملې ســــــــا تي مجرمان ! اوس هم سپين سپيځلي ګرځي افســــــــــــــــــــــران اوس هم رشوتونه اخلي سمـــــــــــــګلران! اوس هم د نوټونو په زور د چـــــــــــــــــــــــــــــا ايمان د چا سرونه اخلي د هــــــــغه کلي نه راغلي ميلمه وايه د هغه کلي حال څنګه دی هلته کې اوس هم د عاشق زندګي په غم لړلــــــــــــــــــو اسويلو کـيږي اوس هم د مينې د مئين زنـــدګــي په فريادونو په زبيرګــــــــو کيږ ي اوس هم د هغه ځائ د ښکلو فرقه د عشقه بود غواړي بهبود غواړي و مئينانو نه څه بـــــــــــــــــــوده کوي د محبت د سره ســــــــــــــــود غواړي د هغه کلي نه راغلي ميـــــلمه وايه زما د ﻻلي حال څنګه دی چرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه څوک ئې په ښه بده کې ستائي که نه زما غزلې خو ترې هـــــــــــــيرې نه دي د خپل ښائست سندرې وائي کــــه نه رښتيا زما هغــه ياران څنـــــګه دي د محبت په ﻻره سم دي کـــــــــــه نــه د غيرت اور خو ئې مړ شوی نه دی په مينه هغسې محکم دي کـــــه نـــه د هغه کلي نه راغلي ميــــــلمــــه وايه د هغه کلي حال څنګــــه دی چې څه بدلون پکې راغلی که نه زما خواري خو اوبـــو وړې نه ده زما محنت څه ځائ نيولی که نـه هغه تودې جذبې سړې خو نه دي ما بلې کړې ډيوې مړې خو نه د ي د هـغــــه کـلي نــه راغــلي مـــيلمـــه وايه د هـــغه کلي حال څــنــګــه دی چې څه بدلون پکې راغلـــی که نــه دخلقو فکر څنګه خيال څنګـه دی

دپښتنو قامی سنګر Pukhtana Dr. Sahib Shah Sabir -
بېرته شاته