(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو اجمل

زه نظر نظر ايمان ايــمان عمل عـمل يــمــه زه ښکلا ښکلا اثر اثر غـــــــــزل غزل يــمــــه زه د قام په مينه کښې بې مثله بې بدل يمـه زه په تورو شپو د لارې ليت يمه مشعل يمه زه خو لاروو ته لارښوونکی د منزل يــــمــــه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـه ستا په اننګو کښې خو زما د وينو رنګ دی ما خو همېشه کړی په تاسو باندې نـنـګ دی کله مې جانانه د ايثـاره کــړی څنـــــــــــګ دی ماخو داسرايښی په کچکول کې د ملنګ دی زه خـــو د پښــتــون د قــافــلې د لارې مَــل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه د پښتنو د خوشحالۍ دپاره پايمه زه د مېړنو د ابادۍ سندرې وايمه زه د پښتونخوا ريښې ريښې لمنې ستايمه زه دا پرګنې د ازادۍ منزل ته بيايمه زه تورو تيارو کښې د غيرت د شمعې ځل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه د اُوږى تږى د زپلى يؤ اواز يمه زه د انقلاب د نغمو ترنګ يمه شهباز يمه زه په خپل اولس باندې قربان يمه جانباز يمه زه د سربازانو شازلمو د فکر ناز يمه زه خو همېشه روان د خپل رهبر په پَل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه د ظلم جبر په پنجره کښې چغېدلی يم زه د قام په جنګ کښې په لمبو کښې سوزېدلی يم زه په شړنګاشړنګ د زنځيرونو نازېدلی يم زه په جېل خانو تعذيب خانو کښې لوغړېدلی يم زه په کربلا کښې د يزيد د لاسه دَل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه د پښتنو په سمه غر کښې پسرلی وينم زه د پښتنوخوا په لر او بر کښې پسرلی وينم زه په هر تندى په هر نظر کښې پسرلی وينم زه په هر يؤ ګل په هر پرهر کښې پسرلی وينم زه چې د خزان تودو بادونو له اجل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه د هر زلمى په زړه کښې څړيکه د الفت يمه زه د هر پښتون په خُلۀ کښې چغه د غيرت يمه زه د باچاخان په شان مجنون د محبت يمه زه د ملنګانو دروېشانو علامت يمه زه د خوشحال خان او ايمل خان د پټکى وَل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه يم د پښتون په اتحاد او ورورولۍ مئين زه د خپل وطن په سوکالۍ او ازادۍ مئين زه يم په نړۍ کښې د قامونو په سيالۍ مئين زه په ښاده ورځ د ګلالى د ګلالۍ مئين زه په دشمنانو د پښتون باندې يرغل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه ما خپله ځوانى د خپله قامه لُوګی کړې ده ما خپله ځوانى د ننګ و نامه لُوګی کړې ده ما خپله ځوانى کله د جامه لُوګی کړې ده؟ ما خپله ځوانى د خپل مرامه لُوګی کړې ده زه د خپل اولس د خپل وطن د مينې غل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه ما د يار د زلفو زولنو باندې زنګلى دى ما د حق دپاره سرو لمبو ته رادانګلى دى ما خو د قارون په خزانو پورې خندلى دى ما خو د زړۀ غوښې په جانان باندې شيندلې دى زه خو د هجران په غرغنډو باندې جلبل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه زه خو به ترمرګه پښتنو سره پښتو کوم زه خو به خبره د جرګو د مرکو کوم زه به محبت په زړۀ، په سترګو، په لېمو کوم زه به قربانى لکه حسين (ع) په وينو سرو کوم زه خو د کروړ هسې سنګين يمه اتل يمه زه د پښتنو د مېـړنـو هـغـه اجـــــــمــــــل يـمـــــه تۀ خو لا وړوکی وې اسراره چې زه ځوان وومه زه د هغه وخته لېونی د بــاچــــــــاخــــان وومــــه زه د قـام د ميـنـې په الـــزام کې بنديوان وومـــه زه د مــــحــبـت په تور د څــټه اوېـــزان وومـــــــه څۀ چې راته وائې وايه زه هــغــه "پاګل" يــمـــه زه د پښتنو د مېـړنـــو هـــغـه اجـــــــمــــــل يـمــــه

De Pakhtano Ajmal By: Israr Toro De pakhtano qami sangar -
بېرته شاته