(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمدعلی عمری څلوریځی،غزلی اونثری ټوټه

ما ته پښتو وایه

ما ته ژوندون بخښي دا ستا خبري څو را ته وکړه دبقا خبري چی دي له غاړی نه وی خپله ژبه تل په دنیا کوه رښتیا خبري پخپله ژبه پردئ مه ګډوه دا را ته ایسي نا روا خبري ته چی خبري په پښتو ژبه کړی پر ما لګیږی دلیلا خبري عمری نن درته غوږ غوږ نیولئ را ته پښتو وایه اشنا خبري

دعبدالقادر مجرم غزل

خبره دسی نه وه چی وځان ته ژړیدم اسمان ته مخاطب وم وه اسمان ته ژړیدم هم دغه می امید وو چی سفر به می آسان شی په لاره نا بلد وم چی کاروان ته ژړیدم چی ژوند یی زما له ژونده مخالف نه وو لږ هم دداسی یو بد بخته وداستان ته ژړیدم په دغه خو ساقی جامونه واړولو بل ته پا روند بی خوده شوئ وم انجام ته ژړیدم هم دغه کمزوری رقیب لیدلی ده زما یو ورځ زه دخپل یار ددرد دربان ته ژړیدم چی چل دبت پرستو رانه وشولو مجرمه معافی می دخطا غوښته وجدان ته ژړیدم

غزل

سر می وطن ته هدیه زړه می جانان ته ورکړ ځان می له هری خوا دوخت و امتحان ته ورکړ ستا دیارۍ مثال که وپوښتي څوک وبه وایم یو لاس می مځکی ته دابل می واسمان ته ورکړ دعشق په ښار کی حکیمان کله ولد زړګیه درنځورۍ حال مو ایله بیله لقمان ته ورکړ اورم چی اوس هډو اثر دخزان نه قبلوی چی می دویني رنګ دی خړ پړ ګلستان ته ورکړ دا جانان راغئ هنر مله که پخلا شولئ بخت روح چی یی زما ومر ګنی غوندی ارمان ته ورکړ

غزل

وسوم په انګار دوطن مینه کی وختم په دار دوطن مینه کی ټول ټپی ټپی پر هر پر هر یمه پروت په خنډ او خار دوطن مینه کی لت پت خپلو وینو کی رنګین رنګین خوښ په خپل دیار دوطن مینه کی ژوبل ژوبل خوښ یمه کنډم کنډم سر می دی شي ځار دوطن مینه کی زه لکه پتنګ مین په شمع یم شم که زه بمبار دوطن مینه کی مړ می سپو ته وا چوئ چی ومی خوری وم که زه غدار دوطن مینه کی مینه دوطن دسید زړه کی ده یم به تل ما لیار دوطن مینه کی

څلوریځه

سی دچا نه شی پو هنه په نصیب دهغو به هیڅ پیدا نه شی حبیب په پوهنه هر یو راز مطالعه شی هم دیار هم درویبار هم درقیب

څلوریځه

په دی دنیا کی چی هر څوک مړ شی دغه متل دئ هغه هم پړ شی خو با وجدانه پر قام مین چی پریږدی دنیادقدر وړ شی

نثری ټوټه

زه هره شپه خپل سا عت یا ګړۍ ته چابی ورکوم پر ما خپل سا عت ډیر ګران دئ کچیری زه خپل سا عت له چابی ورنکړم زما ساعت ودریږی بیا نشم کړای چی ورځنئ چاری په ښه تو ګه او پر خپل وخت پر مخ بو ځم زما سا عت نه جا پا نئ سا عت ده او نه چینا یی زما سا عت زما دماغ ده او چا بی یی خوب په پښتنه مینه محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ [email protected] Mohammad Ali Umari, Muslim Bagh- Jonobi Pakhtunkhwa -
بېرته شاته