(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شعر ګور بت

له ياد مې نه وځي زما جانانه د زړه البم کې دې انځور لرمه د ناز په مينه يې درمل کړه ياره يو د مودو زړګی رنځور لرمه **** لا مې د زړه څړيکې ارامې نه دي ځکه مې لاس کلک په ځيګر ايښی دی پرې يې پخه کړه د ويشتلو نخښه په زړګي داغ راته دلبر ايښی دی **** د شعر ګوربت مې اوس وزرې وکړي ستا د ښکلا د غر به څوکې څارم شېبه ، شېبه به دې په تورو سګونډم اوس به دې غاړې زرکې کوکې څارم **** لکه د درد را تير شوې زړه ته ياره زما په زړه کې دې ارام پرينښود تږی دې پريښودمه موړ دې نکړم د خپلو سرو شونډو دې جام پرينښود **** جانانه بيا په هغې لاره راشه د مينې وخت دی مازيګر راغلی د ښکلا بڼ کې مې بيا و ګرځوه په زړه مې دروند غم لکه غر راغلی **** په غزليزه غيږ کې و مې نيسه شډلو تورو ته ښکلا وبخښه د ( لونګ ) چاودو،چاودو شونډو لره جانانه بيا ورته خندا وبخښه

Da Sher Gorbat Mokhtar Lawang -
بېرته شاته