(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

جنګ ته يې استوې ځوانان تر سپين قرآن وباسې له دغه نېکه کاره مګر خپل ځان وباسې هسي به موږ او سپېرهً وخت سره بدنيتي کړي نور نه به سپرلى راولې تهً، نهً به خزان وباسې جنګ چي ګټو نو ما او ورور سره وجنګوې دښمن په روغه ککرۍ زموږ تر ميان وباسې په ناسته ناسته خپل کار وکړې چي دښمن وهې تهً نه توره واخلې نه آس لور ته د ميدان وباسې له هري خوا راځي زخمونه او دروېش وايي دا خدايه له دې وطنه ته دا سرهً مرغان وباسې

-
بېرته شاته