(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلوریځي او نثری ټوټه

څلوریځي

کړوی می کړوی مــــــــــــــــی په هر باب زغلوی می زغلوی می اضـــــــــــطراب یو ارمان می په زړګی منګل کی ښخي را نه غواړی ښکلئ مخ لکه ګـــــــــلاب

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دژوندون پر لاره مه ځه په افــــراط هر یو کار تر سره کیږی په احتیاط تعجیلی له نا کامیه سره سر خوری آن که پو هه در سره وی دســـــقراط

نثری ټوټه زه ستا پرزخمونو هیڅ تاسف نکړم ستا ماتي پوښتئ به کوشیر ونیسی ستا دهر رګ څړیکه ستا دپیاوړې حوصلې په وړاندې ځان دشرمندګۍ په پرده کی نغاړی زه ستا دوجود پر اعضاوو دخزان درنځ علامي وینم دا چی ستا له اعضاوو ښکلا کډه کړېدا چی هر څوک تا دشر لامل ګڼی او ستا دګریوان ته یی لاسونه اچولي فکر مکړه دا ناولي لاسونه به دخپل ظلم نتیجه ووینی زه دېته انتظار نه باسم چی دسهار نسیم ستا له اوربل ځخه دګلونو خوشبویی راوړی او نه دېته خوشحالیږم چی دسږ کال غنم دبزګر شومه ورپوره کړی اوزه دا هم نه وایم چی کاشکی سپرلئ په خپل ټول قوت سره تا دګلونو په بوقلمون چاپېریال سره ونازوی خو ای تر خپل ځان را باندې ګرانه زما ارمان ستا په غېږه کی دافکارو ازادی ده اوبس په پښتنه مینه محمدعلی عمری، جنوبی پښتونخوا مسلم باغ [email protected] -
بېرته شاته