(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بيټ نيکۀ دعا

لويه خدايه لويه خدايه ستا په مينه په هر ځايه غر ولاړ دی درناوي کې ټوله ژوې په زارۍ کې دلته دي د غرو لمنې زمونږ کبردې پکې پلنې دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه دلته لږ زمونږ اوربل دی ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی مينه ستا کې مونږ مېشتۀ يو بل د چا په ملۀ تلۀ نه يو هسک او مزکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده دا پالنه ستا د ه خدايه لويه خدايه لويه خدايه

-
بېرته شاته