(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ستا سترګو ته کاتۀ زما وړومبۍ وړومبۍ ګناه وه په روح کې مې طوفان ؤ د سرور ساه مې بې ساه وه د زړه نه مې داغونه مه وړۀ سترګو ته دې وايه چې شونډې مې پرانستې دي ، وړومبۍ ټپه مې داوه راتوېې مې دې په سترګو کې جامونه کړه د سترګو ځواني مې شوه تاؤ ستا د ښائست د ګل د تاوه مودې اوشوې چې اوس هم لا په هغې ټال کې ځانګم راوړې مې په زړه کې ستا د زړه داسې درزا وه د زړه ماشوم مې هغسې ماشوم دی لېونی دی دا څنګه لېونۍ ستا د خوارۀ اوربل هواوه چې کړس شي په اسمان کې ماته ته ياد شې جانانه تا داسې په کړس کړس کړې تودۀ تودۀ خندا وه تړقيږمه ، پړقېږمه ، دړدېږمه اور اخلم دا اوړم خدايه زۀ د محبت د کوم پړاوه مونږ يو بل دی وژلی ، مونږه يو بل ژوندی نه که مونږ کړی د الفت په ابتداء کې انتها ده په غر او سم ېې ځان دی هر مېئن ته اورولی ساېله اچولې تا په هر تصوير کې ساه ده

Ghazal Rahmat Shah Sayal -
بېرته شاته