(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دستر کلاسک شاعرغزل

دنو خطوپه صفت می زبان نښلي چی تر دام لاندې دانه خوري مرغان نښلي دایی خط په کناره دمخ جنبش کا که په خوان دشیرنۍ مچان نښلي داله نازه کا خوبان خبري تتي که دلاړو په خوږو یی زبان نښلي پا کبازان کا په نوخطو ښکلیو مینه دهڼا په شنو کوترو بازان نښلي هسی موړ کړم دیار غم له خپله عمره چی په حلق کی می اوبه دحیوان نښلي دانایان په دنیا نښته سره نه کا دا په داچی په مرداره سګان نښلي چی داوسپینی ځنځیر شلوي په ګوتو هغه دېو په اومه تار داحسان نښلي ښه جامه و نیکنامی یی په کار نه وی له نیکانو سره ځکه بدان نښلي څه ماڼه به حمید کا له بیګانه وو چی خپل یار ورسره مشت اوګریوان نښلي

حمیدبابا Hamid Baba (Fantastic Classical Poet) لیږونکئ محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ written by Mohammad Ali Umari Janobi Pakhtunkhwa Muslim Bagh -
بېرته شاته