(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مرحوم ډاکتر کبیر جان ستوری په یاد

وو مــیـن په پــښـتـنوالـه سـتر پـښـتون په پـښتنو کې خدای بخښلی کــبـیر ستایم ځلاند سـتوری پرګنو کې د کونړ د سیند اوبو باندې ئې ژوند وو خړوب شوی معـتـقد وو پـه یـووالــي چـاپـیـریـال د تـربـګـنـو کې په ډګـر د حق غوښتنې کې سالار د خپل کاروان وو پـښـتـون خـواه وو ، مـبارز وو، ووبلـد په زولنو کې د ازاد قـلـم خـاونــد وو د ازاد احــسـاس جـهـان کـې انـګـازې د ازاد خـیال ئې نه ځایـږی په پـنجـرو کې اتـفـاق د پــښــتـنـو ئـې د فـانـي ژونــدون ارمـان وو کاشکې سرئې دا ارمان شي د ژوندو په کارنامو کې چـې ښـیـراز پـرې پـښـتـانـه شي د متین دغه دعا ده خـدایـه ! نـور هـېسې پیدا کړی د افغان په میړنوکې

-
بېرته شاته