(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي بادشاه الدين مشکور شعرونه

ماچې دزړګي په كوركې ګل نكړې دامې بې وسي ده چې مې خپل نكړې ورك دې شي غربت خراب تراب يې كړم ته مې په ژوندون دلارې مل نكړې ياد دې دي كنه، چې تا ويلي وو ما به په دنيا چېرې د بل نكړې حيال كوه ګلرنگې توان يې نه لرم اور مې د زړګي په كور كې بل نكړې اې مشكوره هسې خوږوي ماغزه ژوند به په شعرونو باندې شل نكړې ------------------------------------------- جنانه چې بې تا دي، بهارونه بې مانا دي گلونه بې مانا دي گلشنونه بې مانا دي چې ستا د سپينو لېچو د بنگړو شرنگ پكې نه وي په خدايږو دا سازونه سرودونه بې مانا دي جانانه ستاپه نه شتون كې و ماته، باور وكه د ناستې د ولاړې مخفلونه بې مانا دي ترڅنګ چې مې ته نه وې اې زما د سترګو توره پرې اور پورې كومه، جنتونه بي مانادي چې تا پكې ونه ستا يمه اې دمشكور مينې! نو بيا خو مې شعرونه غزلونه بي مانا دي ------------------------------------------- زړه غواړي د جنان حوږې كيسې د امېد او د ارمان خوږې كيسې خپلې مينې سره لرې په صحرا كې خوند كوي په بيابان خوږې كيسې په تود دوبي كې د توت د سيوري لاندې مونږكولې د باران خوږې كيسې لاس تر زنې درحانۍ وه ورته ناسته چې كولې آدم خان خوږې كيسې په رنځور زړه د ملهم غوندې لگيږي ستا د شونډو د زبان خوږې كيسې څه په ناز او په انداز يې كوې ښكليه خدايږو ستا مې كړي حيران خوږې كيسې ياران چوپه خوله ترې گرد چاپېره كېني چې شروع كړي مشكور جان خوږې كيسې -------------------------------------------- زه په تا يم شيدا، يمه ستا پروانه ته زما دلربا او زه ستا ديوانه تا پسې مې زړگى شو، زما نه پردى راته كيږي مدام ليونى ليونى وير كوي تا پسې روزانه شبانه دې هجران دې بيلتون رانه جوړكړ مجنون كېنم ځانته تنها سرمې وي په زنگون راشه راوړه وصال مكړه نور بهانه دي ظالم غمازان ځوروي مې جانان ربه وكړه كرم، زه خو ډېر يم ناتوان كړه پرې تندر نازل، اسماني غيبانه ستا له سترگو شم زار را ښكاره كه رخسار ليونى يمه ستاچې ونكړې انكار شه ځواني د مشكور، ستا د مخ نذرانه ----------------------------------------- غرڅنۍ زړه دې رانه وا خېستو په ډېرې اسا نۍ لاړې ته خو لېونۍ وې زه دې هم كړم ليونى لاړې سر يمه په غرونو، په دښتونو كې په تا پسې خداى خبر په كوم خوا زما ښكلې غرڅنۍ لاړې اور په نيستۍ پورې شه جدا يې كړو په دې دنيا زه دلته ځورېږم، ته كوې مسافرۍ لاړې هغه ستا كتل او ستا خوړل په غلچكو سترګو تل را ته ياديږي زما ياره پيريانۍ لاړې اې دسپوږمۍ خورې تابه څنګه هيروي مشكور تا خو په خندا خندا ترې يوړلو زړګى لاړې

Badshah U Din Mashkoor -
بېرته شاته